تازه خبرونه
آیا پاکستان د افغانستان په جګړه کې «دوهمخې لوبه» کړې؟- خلیلزاد
خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته «ځان امریکا ته پر کرایه ورکړی و» او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې له واشنګټن سره همکاري کوله.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته «ځان امریکا ته پر کرایه ورکړی و» او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې له واشنګټن سره همکاري کوله.
زلمي خلیلزاد دغو څرګندونو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي: په داسې حال کې، چې پاکستان له امریکا څخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولې؛« همهاله یې هغو کسانو ته پناهځایونه برابرول، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد جنګېدل.»
د امریکا پخواني استازي پوښتنه کړې، چې آیا دا اقدام د یوې «دوهمخې لوبې» برخه وه؟ او آیا د پاکستان چارواکو د امریکا مخالفانو ته د پناهځایونو برابرولو په بدل کې له کوم بل ځواک څخه هم امتیاز یا «کرایه» ترلاسه کوله که نه؟
خلیلزاد زیاته کړې، چې د دغو پوښتنو ځوابونه کولی شي د افغانستان د جګړې پر مهال د سیمې د سیاستونو نوي اړخونه روښانه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون خواجه آصف د پاکستان پارلمان ته دا هم ویلي، چې په افغانستان کې پخوانۍ جګړې د سیاسي ګټو لپاره ترسره کېدې.