بی بی سی پښتو

آیا په هند کې رښتیا هم د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر دی؟

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۰)
Getty Images

د هندوستان د حکومت لخوا د کورنيو د روغتیايي معلوماتو په اړه د ترسره شوې سروې له مخې چې پایلې تازه خپرې شوې په هندوستان کې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې اوس ۱۰۲۰ ښځې شته.

کارپوهان د دې معلوماتو د کارولو په اړه د احتیاط سپارښتنه کوي ځکه چې په دې سروې کې د هندوستان د ۳۰۰ میلیونو کورنیو له ډلې یوازې د ۶۳۰ زرو کورنیو په اړه معلومات راټول شوي او وايي چې ريښتنی انځور به هله څرګند شي چې په هندوستان کې ټولشموله سرشمېرنه ترسره شي.

هند کې د نفوس د صندوق مشرې پونم موټریجا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نفوسو سرشمېرنه کې د ټول نفوس په اړه معلومات راټولېږي او په دقیق ډول په کې جنسي تناسب معلومېږي.

خو خپرو شویو شمېر وار دمخه په هندوستان کې د خبرونو سرټکي جوړ کړي ځیني ادعا کوي چې خپرې شوې شمېرې ټولنیزو بدلونو ته اشاره کوي چې له مخې یې مخکې د نجونو پرځای نارینه بچیانو ته ترجیع ورکول کېده.

د هندوستان د روغتیا وزیر ویلي دا لومړی ځل دی چې په هندوستان کې د ښځو شمېر د نارینه و پرتله ډېر شوی دی.

یوه بل چارواکي بیا ویلي چې دا د حکومت لخوا د ښځو د وسمنولو په لړ کې د اقداماتو پایله ده.

Getty Images
په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې په لوی لاس د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د رسنیو په رپوټونو کې دا د یوې لویې لاسته راوړنې او ډیموګرافیک په توګه ستایل شوی او یوه خبریال لیکلي چې هندوستان د پرمختللو هېوادونو لیګ ته وردننه شو.

خو کمپاین کوونکي وايي دا شمېرې څه نه زیاتوي او د حکومت ادعا بې ځایه بولي.

څیړونکی او فعال سبوجورج وايي په تېرو ۱۰۰ کلونو کې زموږ په سرشمېرنو کې د ښځو پرتله د نارینه و شمېر ډېر وو.

نوموړی وايي په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې او د هرو ۱۰۰۰ نارینه ماشومانو په مقابل کې ۹۱۸ نجونې وې نو څنګه کېدای شي چې په لسو کلونو کې دومره لوی بدلون رامنځ ته شي.

هندوستان له ډېرې مودې راهیسې د داسې هېواد په توګه یادېږي چې د ښځو شمېر په کې د نارینو پرتله کم دی.

په هندوستان کې زامنو ته د لورګانو پرتله ترجیع په دې خاطر ورکول کېږي چې د ډېرو په ګومان نارینه بیچان کولای شي چې په زاړه عمر کې د خپلو میندو او پلرونو ساتنه او پالنه وکړي او نجونو میندې او پلرونه اړ دي چې د وادولو لپاره د ډېر لګښت جهیز د زوم کورنۍ ته ورکړي.

کمپاین کوونکي وايي د نجونو ضد دغه تعصب له امله له ۱۹۷۰ لسیزې راپدیخوا چې د مور په نس کې د ماشوم د جنس معلومول شوني شوي لسګونه میلیونه نجونې له زېږون دمخه په لوی لاس ضایع کړای شوې دي.

ښاغلي جورج وايي که په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې نجونې له زېږدو دمخه نه وای ضایع کړای شوې نو اوس به په رښتیا هم هندوستان کې د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر و.

د یادونې ده چې په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی او پخواني لومړي وزیر من موهن سینګ د نجونو ضایع کول ملي شرم بللی و او د نجونو د ژغورنې غږ یې کړی و.

Getty Images
هندوستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه وو په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې.

دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د هندوستان اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې په وینا یې د خپلو لورګانو له وژولو لاس واخلي او یو کال وروسته یې یوه پروژه پیل کړه چې له مخې یې کورنۍ وکولای شي خپلې لورګانې وساتي او زده کړې پرې وکړي.

خو له دې اقداماتو سره سره ډېر بدلون ته سترګو کېږي او په وروستیو کلونو کې رپوټونه وو چې نوي زېږدلي نجونې پر سړکونو پرېښودل شوې، خښې کړای شوې او یا هم سیندونو او ویالو ته اچول شوې دي.

دغه راز رپوټونه وايي هندوستان کې اوس هم په غیرقانوني ډول د جنسي مسایلو د کلېنیکونو کاروبار ښه ګرم دی.

Trending

Exit mobile version