تازه خبرونه

آیسا: د پانګونې له پاره امکانات ښه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له پانګونې څخه د ملاتړ اداره یا آیسا وایي، د نوي حکومت په را منځته کېدو سره د پانګونې لپاره امکانات ښه شوي.
دا اداره له امنیتي مسولینو غواړي چې د پانګوالو امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي. بل خوا د جمعه محمد محمدي د صنعتي پارک د دوهم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
وفی الله افتخار د پانګونې څخه د ملاتړ ادارې رییس په خبره په دې پروژه کې به چې په ۵۵ جریبه ځمکه تطبیق شي، د خوراکي توکو د تولید ۲۴ کارخانې جوړې شي. په دې پروژه نږدې څلویښت میلیون ډالره پانګونه کیږي چې د خصوصي سکتور له خوا ورکول کیږي.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسولین وایي، اقتصاد به هغه مهال وده وکړي چې افغانستان له اوسني مصرفي حالت خلاص او تولیدي شي.
دا یواځې د سوداګرۍ او صنایعو خونه نه ده چې په تولیدي اقتصاد ټینګار کوي، خلک هم له حکومت غواړي چې د کارخانو جوړولو ته زیاته پاملرنه وکړي څو له دې لارې وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version