تازه خبرونه

آیسا وایي؛ حکومت اقتصادي پالیسي نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له پانګونې د ملاتړ اداره یا آیسا وایي، هېواد دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره پانګه وځي.

آیسا وایي، په څرخي پله سیمه کې به د صنعتي پارک ځمکه تولیدي فابریکو ته ورکړل شي او هر بنسټ چې فعالیت ونه لري، ځمکه به ترې واخیستل شي.

محمد قربان حقجو چې شاوخوا څوارلس ورځې کیږي د ولسمشر له لوريله پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وټاکل شو؛ نن له پانګوالو او صنعت کارانو سره په خپله لومړۍ ناسته کې د حکومت په مشرانو نیوکه وکړه چې اقتصادي وضعیت ته پاملرنه نه کوي.    

هیواد موپه ډېر سخت اقتصادي حالت کې دی. باید د تولید پر لور حرکت وکړو؛ خو دا په داسې حال کې ده چې حکومت هیڅ ډول اقتصادي پالیسي نه لري.

بلخوا د صنعت کارانو ټولنه وایي، څو پورې چې عملي کار ونه ویني، پر ژمنو نور باور نه کوي.

د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال -عبدالجبار صاف:

زموږ ستونزې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې پاتې دي. چارواکي راسره تل ژمنې کوي؛ خو موږ نور په ژمنو باور نه لرو.

د صنعت کارانو ټولنه د ځمکو په بیه کې د ټیټ والي، تولیدي فابریکو ته د دوامداره برښنا د برابرولو او د پورونو د ورکړې غوښنتنه وکړه.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version