تازه خبرونه

آی اس آی طالب مشر ته د ۵۰ لوړپوړيو طالبانو د وژنې امر کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان استخباراتي سازمان یا آی اس آی طالب مشر ملا هبت الله ته امر کړی، چې د طالبانو پنځوس جګپوړي غړي ووژني.

ځینو سرچینو آریانا نیوز ته  ویلي؛ آی اس آی د طالبانو د پنځوس غړیو نوملړ د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته سپارلی، چې لومړی دا کسان له دندو ګوښه او بیا ووژني.

د سرچینې په وینا، ملا هبت الله د آی اس آی دې وړاندیز ته هرکلی ویلی او په وروستیو کې یې د شپاړس ولایتونو لپاره د طالبانو والیان له دندو ګوښه کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ګوښه شوي والیان د آی آس آی  په نوملړ کې راغلي،  چې باید ووژل شي.

د آی اس آی د دې امر له مخې؛ په زابل کې د طالبانو اکمالاتي مسوول قاضي سیف الله هم د پاکستان په کوټې ښار کې د ملا هبت الله د سلاکار په امر وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاندصدیق صدیقي وایي، د طالبانوتر منځ اختلافات شته او له روسیې سره اړیکې کیدی شي اختلاف پاروونکې وي.

د نوموړي په وینا؛ د طالبان اختلافونه، تضادونه او مالي ستونزې هم لري.       

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ آی اس آی د طالبانو هغه مشران وژني، چې نورو هېوادونو ته نږدې شوي دي.

پوځي کارپوهانو په ډاګه کړې، چې له دغه کاره د پاکستان موخه طالبان تر بشپړ مدیریت لاندې راوستل دي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، پاکستان له روسیې او ایران سره د طالبانو له اړیکې خوښ نه دی او غواړي ټول طالبانو تر خپل واک لاندې وساتي.

د هغه په وینا؛ دغه کار یرغلګرو او نیواکګرو هېوادونو ته یو اصل دی.

رپوتونه وایي، چې له ایران سره د هلمند لپاره د طالبانو د والي له اړیکې وروسته د ملا منان  اړیکه له ملا هبت الله سره کړکیچنه شوې ده.

د طالبانو پخواني غړي وایي، چې د دې لوبې موخه په افغانستان کې راتلونکی جنګي موسم دی، چې نور به هم خونړی شي.

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا وایي، ګوښه کول او ګومارل یوه عادي خبره ده؛ زه کومه نوې خبره په دې کې نه وینم.

د نوموړي په وینا؛ د سولې هڅې نشته او طبعیي ده، چې د جګړو لمن به په نوي کال کې نوره هم وغزیږي.      

په پاکستان کې د ملا عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته د طالبانو په ډله کې اختلافونه ډېر شول او دا ډله پر برخو ووېشل شوه؛ مخالفتونه حتا د طالبانو تر ټیتې پوړۍ هم ورسیدل او  ملا عمر ته وفاداره قومندانان د هغه ځای ناستې ته تابع پاتې نه شول او د طالبانو د بلې ډلې ملا رسول له مشرتابه سره یې بیعت  وکړ.

خبریال باعث حیات

 

Trending

Exit mobile version