تازه خبرونه

ابراهیمي: که سیاسی کړکېچ پای ته ونه رسېږی هېواد به له لوی بحران سره مخامخ شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسی جرګی رئیس وایی، که د سیاسی قدرت د لېږد په اړه سیاسی کړکېچ پای ته ونه رسېږی هېواد به له لوی بحران سره مخا مخ شي.

هغه د اندېښنی په څرکندولو سره له دواړو نوماندانو و غوښتل، چي باید دهېواد ملی ګټو ته په پام دغه ستونزی ته د پای ټکی کېږدی او یوه توافق ته ورسېږی.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د ټا کنیزو ستونزو له امله د اندېښنی په څرګندولو سره وایی، چی که په هېواد کی روان ستونزمن سیاسی بهیر ته د حل لاره ونه لټول شي او د ولسمشرۍ نوماندان کومې هوکړې ته و نه رسېږی هېواد به د بحران  سره مخامخ شي.

همدارنګه د ولسی جرګی غړي وایی، چی په ټاکنو کی درغلیو د افغانانو هیلی په سیند لاهوکړې.

دوی همداراز وایی چی، د ولسمشری کاندیدانو خلکو ته تشی ژمنې ورکړې او اوس، چی هېواد له بحران سره مخامخ دی نوماندان هم دغه حالت بابېزه ګڼي.

ولسي جرګه په داسې حال کې د انتخاباتو د ځنډېدو او په دې اړه د راولاړو شوو ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي، چې تراوسه دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه موافقې ته نه دي رسیدلي.

Trending

Exit mobile version