تازه خبرونه

ابراهیم ریسي د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۰)

ابراهیم ریسي د ایران د ولسمشرۍ د  ۱۳ پړاو تاګنو ګټونکی اعلان شو.

په ټول ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د رای اچونې د ۹۲ سلنې مرکزونو رایې شمېرل شوي، چې ابراهیم رییسي ترې ۶۲ سلنه رایې وړي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې له ۲۸ میلیون او شپږ سوه زره ډېرو خلکو رای ورکړې ده.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ابراهیم رییسي د بریا له اعلان څو ګړۍ وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني حسن روحاني د مبارکۍ لپاره قضائیه ځواک ته ورغی.

ولسمشر حسن روحاني ویلي: زه هیڅ شک نلرم، چې ټول خلک به یې ملاتړ وکړي؛ که چا رای ورکړې یا نه.

ابراهیم رییسي د ایران له اوسني ولسمشر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، چې هغه به د ښې حکومتولۍ لپاره د اوسني روحاني د حکومت تجربې وکاروي.

د ایران غوره شوی ولسمشر ابراهیم رییسي وایي: یو له هغو کارونو څخه، چې مونږ به یې د خلکو په ځانګړي توګه د پوهانو او مشرانو په ګډون په حکومت کې  وغځوو؛ هغه د ټولو خلکو ګډون او هڅې دي.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې هرڅوک، که څه هم راضي نه وي؛ باید د دغه هېواد نوی ولسمشر ومني او ورسره ګډ کار وکړي.

د ایران په ټاکنو کې اچول شوې رایې ښیي، چې له نیمایي ډېرو خلکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه نه درلوده او رایې یې اچولي نوي.

Trending

Exit mobile version