لوبی

ابو مسلم فراه اف‌سي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه

Published

on

د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانولیګ په درېیم پړه کې د ابو مسلم فراه لوبډلې میوند ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه او محمد سهراب افغان پېنځه ګولونه ورکړل.

د ابو مسلم څلور نور ګولونه معین کمالي، عبیدالله عمري، رؤف عظیمي او نجیب الله هاشمي ووهل.

دا د دې سیالیو په لړ کې تر اوسه د یوې لوبډلې لخوا تر ټولو ډېر ګولونه دي.

میوند لوبډلې خپل یوازنی ګول د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې د سید جاوید حسني پر مټ وواهه.

د همدې ورځې په بله لوبه کې عدالت فراه ۳ د صفر پر توپیر موجل ساحل ته ماتې ورکړه. عبدالعلي واحدي دوه او فرهاد کریمي یو ګول ترسره کړ.

د افغانستان تلانو لیګ د دوشنبې ورځې په سیالیو کې به اټک انرژی لوبډله د جوانان واحدي له لوبډلې سره د غرمې پر ۱:۰۰ او عینو مېنه به ۳:۳۰ له خدیم لوبډلې سره ولوبیږي.

دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Trending

Exit mobile version