سوداگري

اتحاد هوايي شرکت کابل ته هره ورځ دوه الوتنې پیلوي

دا د ۲۰۲۶ز.کال په مارچ کې کابل ته د الوتنو له پیل راپدېخوا د الوتنو د شمېر دوه‌یم زیاتوالی بلل کېږي او د ابوظبۍ او افغانستان ترمنځ د هوايي اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.

Published

on

اتحاد هوايي شرکت څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د جولای له پېنځلسمې څخه به کابل ته هره ورځ دوه الوتنې ولري.

د دې شرکت د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه د مسافرو په غوښتنو کې د پام وړ زیاتوالي له کبله رامنځته شوې ده.

دا د ۲۰۲۶ز.کال په مارچ کې کابل ته د الوتنو له پیل راپدېخوا د الوتنو د شمېر دوه‌یم زیاتوالی بلل کېږي او د ابوظبۍ او افغانستان ترمنځ د هوايي اړیکو د پراخېدا ښکارندويي کوي.

اتحاد هوايي شرکت په پیل کې کابل ته په اوونۍ کې څلور الوتنې درلودې؛ خو د مسافرو د شمېر زیاتوالي دغه شرکت اړ کړ، چې خپل خدمات پراخ کړي. اوس مسافر کولی شي د ابوظبۍ د زاید نړیوال هوايي ډګر له لارې د کورنیو، سوداګریزو او ټرانزیټي سفرونو لپاره له بېلابېلو غوراویو ګټه واخلي.

د شرکت مسوولانو ویلي، چې کابل ته الوتنې ښه پایله ورکړې او مستقیمو او ټرانزیټي مسافرو یې پراخ هرکلی کړی دی.

دا الوتنې د ایربس A320 ډوله الوتکو پر مټ ترسره کېږي، چې ۸ سوداګریزې څوکۍ او ۱۵۰ اقتصادي سیټونه لري.

د اتحاد هوايي شرکت چارواکو د الوتنو زیاتوالی د بازار د اوږدمهالې غوښتنې پایله او د خپلې هوايي شبکې د پراختیا د تګلارې یوه برخه بللې ده.

د دې مسیر پراختیا به د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي. په داسې حال کې، چې زرګونه افغانان په اماراتو کې ژوند او کار کوي.

Trending

Exit mobile version