تازه خبرونه
اتریش په افغانستان کې د خپل وګړي نیول تائید کړل
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۳ ) ومنله، چې په افغانستان کې یو اتریشی له سفر وروسته نیول شوی دی.
تر اوسه د دغه کس د هويت په اړه څه ويل شوي نهدي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د هغو ایمیلونو په ځواب کې، چې په دې اړه یې د وضاحت غوښتنه کړې وه؛ د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې یاد کس تېره مې میاشت افغانستان ته له سفر وروسته نیول شوی او وزارت یې د مسلې د حل لپاره هڅې کوي او له خپلې کورنۍ سره په منظمه اړیکه کې دی.
د اتریش ستندرد ورځپاڼې، چې لومړی یې د پېښې راپور ورکړی ویلي، چې دغه سړی له اتیا کلونو څخه زیات عمر لري او له ښي اړخي غورځنګ سره تړاو لري.
هغه د ملي دیموکراتیک ګوند یو له بنسټ ایښودونکیو څخه ګڼل کیږي، چې فعالیت یې په اتریش کې له ۱۹۸۸ راپدیخوا بند دی.
اسوشیتید پریس راپور ورکوي، چې یاد کس په اتریش کې د ښي اړخو د یوې سخت دریځې مجلې د یوې مقالې له خپرولو وروسته نیول شوی دی.
په دې لیکنه کې له اسلامي امارت سره د رخصتۍ ورځې تر سرلیک لاندې په افغانستان کې د سلامي امارت تر واکمنۍ لاندې ژوند ښه بیان شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ یاد کس د جاسوسۍ پر تور نیول شوی او د اتریش نوي نازي غورځنګ په خپل تیلیګرام پاڼه کې د هغه د نیول کېدو مسله خپره کړې ده.
د طالبانو حکومت (د افغانستان اسلامي امارت) تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي؛ خو ستندرد ورځپاڼې هغه هربرت ایف نومی معرفي کړی او ویلي یې دي، چې د نړۍ خطرناکو سیمو ته د سفر شوق یې درلود او په ۱۹۸۰ لسیزه کې افغانستان ته هم تللی و.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې هغه څو کاله مخکې هغو کردانو ته هم سفر کړی و، چې د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش پر ضد جنګیږي.