تازه خبرونه

اتمر او خلیلزاد د سولې پر بهیر او ننګونو وغږېدل – د بهرنیو چارو وزارت

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۰, ۱۳۹۹

بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د جمعې پر ورځ( د مرغومي ۱۹) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې پر بهیر او وروستیو پرمختګونو غږېرلي دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه خبرې اترې د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شوي او په کابل کې د امریکا د سفارت د چارسمبالي راس ویلسن په ګډون د دواړو هېوادونو یو شمېر نور چارواکي یې ګډونوال ول.

په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دوحه کې د سولې پر وړاندې پر وروستیو پرمختګونو او یو لړ ننګونو خبرې کړې دي.

دغه راز د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د نړیوالې ټولنې او امریکا د ملاتړ د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

اتمر ویلي، چې هغه په ​​افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او افغان حکومت د ګډو هڅو منندوی دی.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو له پیله هرکلی کړی او څرګندوي؛ خلیلزاد د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ، چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي او واشنګټن ژمن دی، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه او په هېواد کې د سولې او ثبات په خوندیتوب کې له دې هېواد سره خپلې اوږدمهالې همکارۍ روانې وساتي.

خلیلزاد له څو ورځو راپدیخوا په کابل کې دی او له خان سره یې د لنډمهاله حکومت پیغام راوړی؛ خو ولسمشر غني ورسره ندي لیدلي.

Trending

Exit mobile version