تازه خبرونه
اتمر او قریشي د خپلمنځي خبرو پر بیا پیل خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د سې شنبې پر شپه له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې خپلمنځي خبرو پر ځنډیدو او په د بیا پیل په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې؛ دواړو لوریو د افغانستان د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې. په ځانګړي توګه د پاکستان د خپلمنځي خبرو اترو د بیا پیلوو، د خنډونو لرې کولو، د تاوتریخوالي کمولو او په ټول هېواد کې د اوربند رامنځته په اړه د دوی د رول په اړه بحث او خبرې کړې دي.
دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په ټول هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی او په دوحه کې د سولې خبرې هم له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي.
د سې شنبې پر ورځ، د افغانستان د خپلمنځي خبرو د پلاوي څلور غړي کابل ته راستا نه شول، چې د خبرو اترو د راتلونکي په اړه یې پوښتنې راپورته کړې.
تر دې دمه دواړه خواوې د سپتمبر له ۱۲ راپدیخوا شاوخوا ۱۰ ځله سره لیدلي؛ خو د اصولو په ترتیب کې د ځینو ټاکلو ټکو په اړه د لانجو له کبله لږ پرمختګ شوی دی.