تازه خبرونه

اتمر او ویلسن په افغانستان کې د سولې په اړه وغږیدل

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له چارسمبالي راس ویلسن سره وکتل.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې حنیف اتمر په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان څخه د دوی د دوامداره ملاتړ او ژمنې له امله مننه وکړه.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د سولې خپلمنځي خبرو له پیل او له ترسره شوي پرمختګ څخه خوښي ښکاره کړې او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره یې خپله هیله څرګنده کړه.

دغه راز حنیف اتمر او راس ویلسن د افغان حکومت پر لومړیتوبونو په ځانګړي توګه د پراخ اوربند او د تاوتریخوالي د کمولو او څارنې لپاره د یو میکانیزم رامینځته کولو هراړخیزې خبرې کړې دي.

یادې سرچینې په ډاګه کړې؛: دواړو خواوو د افغانستان، امریکا او د مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزو اړیکو د پراخولو پر فرصتونو هم خبرې کړې، چې په افغانستان کې د سولې بهیرله چټکولو سره مرسته کولی شي.

دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ او راس ولسن حنیف اتمر ته له افغانستان سره د هغه هېواد له دوامدارې ژمنې او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Trending

Exit mobile version