تازه خبرونه

اجرائیه ریاست او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له همغږۍ بې برخې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې څه کم دوه کاله وځنډیدې او اوس یې هم برخلیک ناڅرګنده دی. یعنې روښانه نده، چې افغانان به په راتلونکیو پارلماني او ولایتي ټاکنو کې د رایو پخواني کارتونه کاروي او که نوي هغه به ووېشل شي.

اجرائيه ریاست وايي، چې په پارلماني ټاکنو کې باید د تذکزو له مخې خلک رایه ورکړي او یا هم د رایو نوي کارتونه ووېشل شي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو څارونکیو بنسټونو ته ویلي، چې د رایو پر پخوانیو کارتونو به ټاکنې تر سره کوي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، چې په را روان کال کې به هرو مرو پارلماني او د ولسوالیو شوارګانو ټاکنې تر سره کیږي.

هغه زیاتوي، د ټاکنو لپاره باید د رایو نوي کارتونه ووېشل شي او یا هم د تذکزو له مخې خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا؛ که پر پخوانیو کارتونو ټاکنې پیل کړو، له ستونزو سره به مخ شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څار بنسټ رییس جان داد سپین غر تمه لري، چې پر پخوانیو کارتونو ټاکنې تر سره کړي.

هغه زیاتوي، د رای ورکوونکیونوی نوملړ جوړول لږ تر لږه یو کال خواري غواړي او که روانې سیاسي ناندرې ور سره مل شي؛ نو ټاکنې په راتلونکي کال کې هم تر سره کولی نشو.   

د فیفا د پروګرامونو مسوول نعیم اصغري وايي، چې د رایو نوي او یا هم زاړه کارتونه په ټاکنو کې د درغلیو مخه نه شي نیولی.

د نوموړي په وینا؛ د ټاکنو د شفافیت لپاره په کار دي، چې لومړی د رایه ورکوونکیو نوملړ چمتو شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version