تازه خبرونه

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د اسلامي کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سعودي عربستان لخوا د افغانستان په غوښتنه د اسلامي هېوادونو د علماوو کنفرانس جوړیږي.

د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، چې د دغه کنفزانس غوښتنه د سعودي غربستان د چارواکو او افغان پلاوي د مشر تر منځ په لیدنه کې د عبدالله عبدلله لخوا مطرح شوې او د کوربه هېواد چارواکو یې جوړونه منلې ده.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ټینګار کړې، چې د اسلامي هېوادونو د علماوو ناسته دې ژر تر ژره تر سره شي.

ښاغلي فیصل زیاته کړې، چې دغه کنفرانس ښایي په جده ښار کې د دغه هېواد په کوربتوب تر سره شي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په درې ورځني سفر دغه هېواد ته  تلی، چې نن به په مدینه منوره کې له یو شمېر سوداګرو سره له لیدنې وروسته هېواد ته راستون شي.

 نوموړي په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا هر اړخیزې خبرې کړي دي. 

Trending

Exit mobile version