تازه خبرونه

اجرائیه رییس د امریکایي ځواکونو د وتلو احتمال تائیدوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرئیه رییس عبدالله عبدالله له سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه وروستۍ شوې نده؛ خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به په بيړه او ناڅاپي نه وي.  

په افغانستان کې څوارلس زره امریکایي سرتېري حضور لري؛ دا ځواکونه په ځینو پوځي عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره همکار دي او روزنه هم ورکوي.

د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې؛ واشنګتن ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د سولې تر ټینګښت پورې له کابل څخه خپل ملاتړ روان ساتي.

نوموړی وایي؛ څومره، چې مونږ پوهیږو، د بهرنیو ځواکونو وتل به په بیړه او ناڅاپي نه وي. د امریکا استازيو که ملکیان دي او که پوځیان مونږ ته ډاډ راکړی، چې له افغانستان سره به یې مرستې او اړیکې تر هغې روانې وی، چې په دې هېواد کې سوله نه وي راغلې.

اجرائیه رییس دا هم ویلي، چې د امریکایي ځواکونو حضور د سویلي آسیا له تګلارې او د افغانستان له امنیتي شرایطو سره تړلي دي.

څلور ورځې کیږي، چې طالب او امریکایي استازي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو سلا مشورې کوي؛ خو اجرائیه رییس په قطر کې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د خبرو اترو پر جزئیاتو بې خبري ښیي.

ښاغلی عبدالله عبدالله وایي: کله، چې د سولې خبرو په تړاو خبرې کوو؛ نو دا خبرې به هغه مهال پیل شي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي. د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خلیلزاد له یوې مودې راپدیخوا ډېرې هڅې کوي؛ خو د هغه د دوحې د ناستې په تړاو ډېر نه یم خبر. هیله لرم، چې په دې برخه کې پرمختګونه شوي وي.

اجرائیه رییس له طالبانو او داعش سره د مبارزې لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور یوه جدي اړتیا بولي او وایي؛ دا په دې معنا نده، چې په افغانستان کې امنیتي ننګونې پای ته رسیدلي او دا هم پدې معنا نده، چې په سیمه کې له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې ستونزې نشته. مونږ باید له دې ستونزو سره په ګډه ځان مخامخ کړو.

مخکې ویل شوي وه، چې ولسمشر دونالد ترمپ غواړي له افغانستان څخه تر اوړي پورې خپل نیمایي عسکر وباسي، چې په اړه یې غور روان دی؛ خو وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چې پدې تړاو هیڅ پرېکړه نده شوې.

Trending

Exit mobile version