تازه خبرونه

اجرائیه رییس د جرمني د دفاع وزارت له مرستیال سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن غرم( پنجشنبه د غویی ۵) په سپیدارماڼۍ کې د جرمني د دفاع وزیر له مرستیال توماس سلبرهون سره ولیدل.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې له ملي امنیتي ځواکونو څخه د دغه هېواد له ملاتړ او ماموریت غزولو مننه کړې ده.  

د جرمني د دفاع وزارت مرستیال توماس سلبرهون هم د خپل هېواد له ملاتړه ډاډ څرګند کړی او وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو د یادونې وړ پرمختګونه کړي او د وسلوالو د بریدونو په مخنیوي کې یې د ډاډ وړ وړتیا ښکاره کړې ده.

دغه راز دواړو خواوو د سولې پر بهیر، د ګاونډ هېوادونو پر ملاتړ او د نړیوال تروریزم پر وړاندې پر ګډې مبارزې بحث او خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version