تازه خبرونه
اجرائیه رییس د بهرنیو چارو په وزارت کې د څېړنو په تړاو د ولسمشر حکم ځنډولی دی
ولسمشر څو اوونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت د کړنو د څېړلو لپاره د یوه پلاوي د جوړیدو حکم وکړ؛ خو اوس د اجرائيه رییس یو لیک ډاګیز شوی، چې د ولسمشر دا پرېکړه یې ننګولې.
د عبدالله دا لیک په رسمي ډول بهرنیو چارو وزارت کې ثبت شوی دی
په دې لیک کې اجرائیه رییس د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام ته داسې لیکلي:
د بهرنیو چارو وزارت د څېړلو په څېر نور اقدامات، تر ډېره د اصلاحاتو پر ځای کمپایني بڼه پیدا کوي، د دې حکم تطبیق دې د نوي انتخابي حکومت تر جوړیدو وځنډیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نوی انتخابي حکومت به په دې تړاو ګام اخلي.
کارپوهان وایي، د ټاکنیزو هڅو په لړ کې د ملي وحدت حکومت د دوه شریکانو تر منځ اختلافونه کولی شي د حکومتدارۍ بهیر ګډوډ کړي.
ولسمشر غني د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او څارنې د ګډې کمیتې د راپور له خپریدو وروسته، چې په بهرنیو چارو وزارت کې د افرادو د ګمارلو پر مهال د فساد یادونه په کې شوې وه؛ د دې وزارت د کړنو د څېړنو امر کړی و.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د افرادو ګمارنه په دې وزارت کې رڼه نده؛ خو وزارت په غبرګون کې ویلي، چې د میک راپور مغرضانه او سیاسي دی.
د دې وزارت چارسمبالی صلاح الدین رباني په را روانو ټاکنو کې د عبدالله متحد دی او حتا د هغه د ټاکنیزو کمپاینونو په غونډو کې ګډون هم کوي.
روښانه نه ده، چې د ولسمشر غني حکم به د عمل جامه واغوندي او که د اجرائیه رییس امر به په دې لار کې مخنیوی وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تازه څه ندي ویلي.