تازه خبرونه

اجرائیه رییس عبدالله د شانګهای په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله نن(جمعه د لړم ۱۰) د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸ سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسیدلی او د دې ناستې په څنډو کې یې د دغو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره لیدلي دي.

ښاغلي عبدالله د یادې سرمشریزې په څنډه کې د تاجکستان له لومړي وزیر قاهر رسول زاده، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري او د قزاقستان له لومړي وزیر عسکرمامین سره کتلي دي.

د تاجکستان لومړي وزیر رسول زاده له اجرائیه رییس سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې سوله او ډېر ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې ترانزیت ، د انرژۍ لیږد او د لویې کچې د سیمه ییزو پلانونو لکه کاسا زر پلي کول د افغانستان له امنیت سره تړاو لري.

ښاغلي عبدالله عبدالله ویلي، چې تاجکستان د افغانستان یو له ستراتیژیک ملګرو او متحدینو څخه دی.

دغه راز د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري له ښاغلي عبدالله سره د لیدو پرمهال د ولسمشرۍ ټاکنې په افغانستان کې د ولسواکۍ او ثبات د ټینګښت پر لوري ډاډمن ګام ونومولې او وایي، چې هېواد به یې له هغه حکومت سره نږدې کار روان وساتي، چې د ټاکنو په پایله کې رامنځته کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

هغه له تروریزم سره په ځانګړي توګه له داعش سره د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او افغانستان پر ګډې مبارزې هم ټینګار څرګند کړ.

همدارنګه اجرائیه رییس د قزاقستان له لومړي وزیر عسکرمامین سره په کتنه کې د هېواد پر ولسمشریزو ټاکنو، د سولې پر بهیر او دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د کرنې، صنعت او کانونو په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د اړوند هېوادونو حکومتي سرمشریزه ده، چې دوه ورځې به په تاشکند کې روانه وي.

په دې سرمشریزه کې د شانګهای همکاریو سازمان حکومتي مشران د سیمه ییز سیاسي- امنیتي پرمختګونو، اقتصادي همکاریو، ګډو پانګونو، پراختیا، د تروریزم پرضد مبارزه، افراطیت او سیمه ییزو ننګونو په اړه بحث او خبرې کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی، چې دا مهال یې چین، روسیه، هند، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان یې غړي هېوادونه دي؛ افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا څارونکي غړي دي.

Trending

Exit mobile version