تازه خبرونه

اجرائیه رییس سویس ته دوه ورځني سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اجرائیه ریاست د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکترعبدالله عبدالله تېره شپه په دوه ورځني سفر د ملګرو ملتونو د بشر حقونو نړیوالې شورا په ۳۷ کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه د یو پلاوي په مشرۍ سویس ته ولاړ.

د اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اجرائیه رییس به په دې سفر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره  د افغانستان د روان وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

په دې سفر کې اجرائیه رییس د سویس په غونډه کې پر وینا سربېره د پرسونل ضد ماینونو د کارونې د مخنیوي په نړیواله ناسته کې هم د ملي وحدت حکومت په استازیتوب ګډون کوي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې غونډه کې به اجرائیه رییس د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له لوی کمیشنر زید رعدالحسین او یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري.

د ژنیو د پرسونل ضد ماینونو د مخنیوي په اړوند غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون کوي.

په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکۍ لسګونه موسسې فعاله دي؛ خو افغانستان له ښخ شویو ماینونو څخه په روانه جګړه کې پاک شوی نه دی.

دغه راز اجرائیه رییس به د سفر پر مهال په ژنیو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او پر نړۍ او سیمې یې د ثبات او سولې اغېز تر سرلیک لاندې هم وینا ولري.

دا لومړی ځل دی، چې د هېواد اجرائیه رییس به د ملګرو مالونو د بشر حقونو نړیوالې شورا کې د یو تازه غړي په توګه وینا کوي.

Trending

Exit mobile version