انځوريز خبرونه
اجرائیه رييس د ټاکنو کمیسیون پر غړیو د فشارونو پر زیاتیدو نیوکه کوي
د ټاکنو لپاره د پیل شوي چمتوالي په لړ کې داسې ښکاري، چې د ملي وحدت حکومت رهبران په روانو چارو کې د نظر یوالی نه لري.
اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې د لاسوهنې حق نلري.
نوموړی دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې ویل کیږي: ارګ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هوکړې ته رسیدلي، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو به په ټاکنو کې د ګډون ځانګړي ستیکرونه نښلوي.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو د ستيکرونو د نښلولو پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون څلور غړیو له دغه کار سره مخالفت درلود.
د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو د ستیکرونو د نښلولو طرحه د لومړي ځل لپاره د اجرائيه ریاست لخوا وړاندې شوه؛ خو اوس بل څه څرګندوي. نوموړی زیاتوي، چې حکومت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ټاکنو ته د نوملیکنې لپاره د تذکرو ثبتول او پر اصلي تذکرو د ځانګړیو پاڼو یا ستیکرونو نښلول ضروري وه؛ خو دغه بهیر هغه وخت له ستونزو سره مخ شو، چې خلکو ته امنیتي اندېښنې پیدا شوې. اوس پرېکړه دا ده، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو به ځانګړې پاڼه یا ستیکر لګول کیږي. دا هغه څه دي، چې د ټاکنو د څارونکیو بنسټونو د اندېښنې وړ هم ګرځيدلي دي.
خبریال: لیدا نیازی