تازه خبرونه
اجرائیه ريیس د درې امنیتي چارواکو د استعفاګانو مخه نیولې
د اجرائیه ریاست سلاکار وایي، ښاغلي عبدالله عبدالله له ولسمشر غنی څخه غوښتی، چي د کورنیو چارو او ملي دفاع د وزیرانو او د ملی امینت د رییس استعفاګانی منظورې نکړی؛ ځګه، چې د هغه په باور په اوس وخت کي د درې چارواکو ګوښه کیدل د هېواد په ګټه ندي .
د راپورونو له مخې؛ کله، چی د کورنیو چارو، ملي دفاع وزیرانو او ملی امنیت لوی رییس خپلی استعفاګانې وړاندي کړې؛ اجرائیه رييس عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ناتو د غوځ ملاتړ ماموریت له قومندان جنرال نیکلسون سره وکتل او هغه ورته سپارښتنه وکړه، چې د د وزیرانو او ملي امنیت د رييس د استفاګانو مخه ونیسي
د اجرائیه ریاست یو سلاکار هم د دغې خبرې پخلی کوي.
د اجرائیه ریاست سلاکار پاینده محمد حکمت وایي؛ داسمه ده، چې اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله مداخله وکړه او په اوسنیو حالاتو کې یې دا د هېواد په خیر ونه ګڼله او ولسمشر ته یې وویل او د درې واړو استعفاوې ونه منل شوې.
سیاسی کارپوه شیوا شرق وايي، که ولسمشر د امنیتی ستکور د وزیرانو استعفاګانې منلې وای؛ نو حالات به له دې هم ترینګلي شوي وای او ناامنیو به زور اخیستی وای.
حکومتی سرچینو ویلي؛ له هغی وروسته، چې غزنی ولایت د وسلوالو طالبانو تربرید لاندی راغی او په کابل کې داعش پر ولسمشرۍ ماڼۍ توغندیز بریدونه وکړل ولسمشر له امینتي چارواکو وغوښتل، چې استعفاګانې وکړی.