تازه خبرونه

اجرائیه رییس د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د مل پاسوال عبدالرازق له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ته سفر کړی دی.

په دې سفر کې اجرائیه رییس عبدالله پر مل پاسوال رازق برید پر افغانستان برید نومولی او وایي، چې د دغه هېواد اصلي دښمنان څرګند او له هیچا پټ ندي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د کندهار ولایت د امنیه قومندان ترور د افغانستان خلک راویښ کړل او دا پېښه د دغه هېواد د خلکو د وحدت او اتفاق لامل شو.

هغه دغه راز په ډاګه کړې، چې دا پېښه به پوره وڅېړل شي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې، چې د افغانستان دښمنانو نه غوښتل، چې په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

هغه هیله من شو، چې د ولسي جرګې ټاکنې به په کندهار ولایت کې ډېرې ښې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د ستر ملی ائتلاف غړي د جنرال عبدالرازق د فاتحې په موخه کندهار ته تللي وه. په دې کسانو کې د جمعیت ګوند رییس صلاح الدین ربانی، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور،  انوارالحق احدي، د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر، احمد ضیا مسعود، بسم الله محمدي او یو شمېر نورو برخه لرله.

مل پاسوال عبدالرازق د هېواد په جنوب کې یوه اغېزمنه څېره وه، چې تېره پنجشنبه(د تلې ۲۶) له یوې امنیتي ناستې وروسته د کندهار والي د یوه ساتونکي پر ډزو، چې د طالبانو نفوذي کس و؛ وول شو.  

Trending

Exit mobile version