تازه خبرونه
اجرائیه رییس له ځوانانو وغوښتل، چې د مسعود لار تعقیب کړي
اجرائیه رییس پر سور فرش د مقاومت څلي ته ولاړ او د ګلونو د ګیډۍ ایښودلو پر مهال یې د مسعود له ویرجنو او ځوانانو وغوښتل، چې د ښار نظم رعایت او د مسعود لار تعقیب کړي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ په روانو ورځو کې مو له خلکو او په ځانګړي توګه له ځوانانو غوښتنه داده، چې د تېر په څیر دې د شهید د درناوي تر څنګ د خلکو ژوندانه ته هم درناوی وکړي او د خپلو غریبو خلکو، چې کار کوي او یاهم ناروغان روغتونونو ته لیږدوي؛ ستونزې جوړې نکړي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وایي، د شهیدانو آرمان تلپاتې او ثبات دی او د دغه آرمان د پوره کولو لپاره سلګونه سرتېري په سنګرونو کې قرباني ورکوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، د مسعود غوښتنه د افغانستان تلپاتې خپلواکي وه او مونږ په دې لاره کې مسعود ته ورته میلیونونه شهیدان ورکړي دي او ځواکونه مو د دې لارې په ساتلو کې د جهادي سنګرونه ساتي.
که څه هم ویل شوي وه، چې د مسعود پلویان دې خلک نه ځوروي؛ خو د مسعود څلورلارې ته ورتلونکې لارې تر چهلستون او ده دانا پورې سختې بندې وې، چې درې ساعته یې دوام وکړ.