تازه خبرونه
احتمالي نوماندانو دوه میلیون او اته سوه پېژندپاڼې وړاندې کړي- کمیسیون
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو احتمالي نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دوه میلیون او اته سوه پېژندپاڼې وړاندې کړي. په داسې حال کې، چې د رایه ورکوونکیو شمېر اوس له څلور میلیون کسانو اوړي.
د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، اوس څلور میلیون او دوه سوه دولس زره کسانو ځانونه په ټاکنو کې د رایو ورکولو لپاره ثبت کړي دي.
ویل کیږي، چې د ولسي جرګې لپاره د احتمالي نوماندانو شمېر دوه زره درې سوه تنو ته او د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو شمېر دوه زره تنو ته رسیږي.
د معلوماتو له مخې، دغو احتمالي نوماندانو تر اوسه د ولسي جرګې نوکاندۍ ته په بدل کې دوه میلیون او درې سوه زره پېژندپاڼې او د ولسوالیو شوراګانو احتمالي کاندیدانو شپږ سوه زره پېژندپاڼې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وړاندې کړي دي. دغه لوړ شمېر دا اندېښنې را پورته کوي، چې ممکن په ټاکنو کې درغلي وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ هاشمي وایي: کمیسیون په دې باور ندی، چې درغلي دې شوې وي.
د وګړیو د ثبت ادارې رییس همایون محتاط د جعلي تذکرو د استفادې احتمال نه ردوي او وایي، تر اوسه د وګړیو د ثبت ادارې د اسنادو د جعل یوولس سوه دوسیې په لویې څارنوالۍ کې ثبت شوې دي.
نوموړی زیاتوي، ددرغلیود مخنیوي لپاره د حل یوازنۍ لار د برښنایي تذکرو وېش دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا پخوانی رییس هم دې وضعیت اندېښمن کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس امام محمد وریماچ وایي: کله، چې یو بهیر پر پلور پېر پیل شي، سبا به پارلمان هم خپل خدمت پلوري.
دغه خبرې په داسې حال کې بیانیږي، چې ځینې سیاسي ډلې او څارونکي بنسټونه وایي: ممکن په ټاکنو کې درغلي وشي؛ ځکه کوم کارونه، چې روان دي په ټاکنو کې د روڼ والي لپاره بسنه نه کوي.