تازه خبرونه
احمدزی: د قومي مشرانو وژنه د افغانانو كار نه دى
د ولسمشرۍ ټاكنو نوماندانو د برياليتوب په صورت كې د ملي يووالي په ټينګښت ټينيګاركړى.
د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاكنو نوماندان ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲) د قومي مشر حشمت خليل كرزي د فاتحې په مراسمو كې ګډون وكړ.
دوى دواړو حشمت خليل كرزی يو مخور او بانفوذه شخصيت وباله.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزي حشمت خليل كرزى يو زړور شخص ياد كړې او وايي، چې د قومي مشرانو وژنه د افغانانو كار نه دى.
په همدې وخت كې د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر عبدالله عبدالله هم په هېواد كې په وروستيو ناخوالو د اندېښنې په څرګندولو سره د ملي يووالي په ټينګښت ټينګار وكړ.
په ورته وخت كې د حشمت خليل كرزي ورور حکمت خلیل کري د خپل ورور وژنه د هغه قربانيو دوام وباله، چې وايي افغانستان په دې وروستيو كلونو كې د سولې او يووالي په لاره كې وركړې دي.
په سويل لوېديځه حوزه كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو كمپاين مشر حشمت خليل كرزى د اختر په دوهمه ورځ په خپل كور کي په ځانمرګي بريد کي ووژل شو.