انځوريز خبرونه
احمدزی: كه مو ټاكنې وګټلې يو مسئول او ځواب ويونكى حكومت به جوړ کړو
د ولسمشرۍ كانديد ډاكټر اشرف غني احمدزي خپل ټاكنيز سيال ته په يوې مناظره كې د ګډون بلنه وركړه، ده خپل ټاكنيز ټيم د اخلاقو او پروګرامونو ټيم وباله او ويي ويل، دوی مناظرې ته چمتو دي.
د حركت انقلاب اسلامي شورا او د ولسمشر حامد كرزي د ورور عبدالقيوم كرزي په مشرۍ د تحول او اصلاح د ټاكنيز ټيم غړي په دويم پړاو ټاكنو كې د ډاكتر اشرف غني احمدزي په خوا كې ودرېدل.
ډاكټر اشرف غني احمدزى وايي، دا ملاتړ يي بري ته نږدې كوي.
هغه له خپل يواځينې سيال ډاكټر عبدالله عبدالله څخه وغوښتل، چې په يوې مناظره كې د خپلو تګلارو او پروګرامونو د تشريح كولو لپاره ور سره برخه واخلي.
بلخوا د كوهدامن سيمې يو شمېر اوسيدونكو او د نجيب الله كابلي په مشرۍ د افغانستان د ملي مشاركت ګوند غړي را ټول شوي و څو دويم پړاو ټاكنو كې له ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړي.
اشرف غني احمدزي دې غونډې ته خبرو كې ټينګار وكړ، چې كه يي ټاكنې وګټلې يو مسئول او ځواب ويونكى حكومت به جوړوي.
په پام كې ده، چې د همدې مياشتې په ۲۴ نېټه د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاكنې تر سره شي.