تازه خبرونه
احمدزی: هېڅ والي ته به د خپل سرۍ اجازه ور نکړو
د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر اشرف غني احمدزي په مزار شريف كې خپلو زرګونو پلويانو ته وويل، چې له بريا سمدستي وروسته به د پوځ اعلى سرقومنداني جوړه كړي.
هغه ټينګار وكړ چې د قانون واكمني او اقتصادي وده به د خپلو لومړيتوبونو څخه وشمېري.
د تحول او تداوم له ټيم څخه دا د ملاتړ غونډه په مزار شريف كې د جنرال عبدالرشيد دوستم په كور كې جوړه شوې وه، چېرې، چې زرګونه كسان پكې راټول شوي وو.
د تحول او تداوم د ټيم رهبر ډاكتر اشرف غني احمدزي دغې غونډې ته وويل، چې د بريا وروسته به د پوځ اعلی سرقومنداني جوړه كړي او هېڅ والي ته به اجازه ورنكړي، چې خودمختاره عمل وكړي.
د تحول او تداوم ټيم لومړى مرستيال عبدالرشید دوستم وايي، د غبرګولي د ۲۴ مې ټاكنې به دوى ګتي، نو ځكه يې پر خپلو پلويانو غږ وكړ، چې رايې وركړي.
د هرې ورځې په تېرېدو د دوو مخكښو كانديدانو تر منځ ټاكنيزې سيالۍ زور اخلي.