تازه خبرونه

احمدزی: په شپږو میاشتو کې به په هېواد کې اساسي قانون پلی کړو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي، د کار په لومړیو شپږو میاشتو کې به په بشپړه توګه په هېواد کې اساسي قانون عملي کړي.

هغه په هېواد کې د ملي یوالي د ساتلو سربېره وویل، چې که په هره بیه وي، هېواد ته به سوله راولي.

نوموړي د موازي حکومتونو په  ژر تر ژره  ختمولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې حکومت به يې خلکو ته ځواب ویونکی وي.

احمدزي همدارنګه ووېل، تفرقه په افغانستان کې ځای نلري او اول خدای د دی ملک خاوند دی او بیا د افغانستان خلک.

احمدزی په پای کې زیاته کړه، چې د ملي یوالي حکومت به خلکو ته مسئول او ځواب ویونکی وی.

Trending

Exit mobile version