سیمه ییز خبرونه

احمد ضيا مسعود: دولت كوښښ كړى تر څو د سياسي ګوندونو را مېنځ ته كېدل دود نه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د سياسي ګوندونو د دود نه شتون د دې لامله شوى، چې دغه هېواد د يو ولسي حكومت څخه بې برخې ووسي.

د ملي جبهي مشر احمد ضيا مسعود وايي:

دولت په تېره يوه لسيزه كې كوښښ كړى تر څو د سياسي ګوندونو را مېنځ ته كېدل دود نه شي.

نوموړى له اوسنې بحران څخه د وتلو يوازينې لاره د پياوړو سياسي ګوندونو را مېنځ ته كېدل بولي او ټينګار كوي، چې كه په هېواد كې پاوړي سياسي ګوندونه موجود واى، نو د راتلونكو ټاكنو له ۲۰۱۴ كال نه وروسته حالت په باب به دومره اندېښنې نه وې موجودې.

په همدې حال كې د افغانستان د ملي جنبش مرستيال مولوي عبداخبير وايي:

كه په افغانستان كې د پياوړو سياسي ګوندونو رامېنځ ته كېدل دود نه شي، نو په دغه هېواد كې به جګړه دوام وكړي.

په همدې حال كې د افغانستان د ملي جنبس ګوند په كابل كې د يوې ناستې پر مهال عزيزالله كارګر د دغه ګوند د نوي سرپرست په توګه وټاكه.

Trending

Exit mobile version