سیمه ییز خبرونه
احمد ضيا مسعود: وسله وال طالبان په دموكراسۍ عقيده نلري
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ملي جبهې رهبر وايي، چې وسله وال طالبان په دموكراسۍ عقيده نلري او هڅه كوي، چې خپلې غوښتنې پر خلكو وتپي. د هغه په وينا د سولې خبرې به هغه وخت مثپته لاسته راوړنه ولري، چې وسله وال طالبان خپلو اهدافو ته تغير وركړي.
د ملي جبهي رهبر احمد ضيا مسعود وايي:
وسله وال طالبان پر خلكو د خپلو اهدافو د تپلو لپاره جګړې ته دوام وركوي.
د هغه په باور د طالبانو چلند د خلكو له ورځني ژوند سره اړخ نه لګوي او تر هغو، چې دوى خپل چلند بدل نكړي د سولې خبرې به مثبته پاېله ونلري.
نوموړى همدارنګه زیاتوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې به هغه وخت مثبته پاېله ولري، چې هغوى د افغانستان اساسي قانون او دموكراسۍ ته غاړه كېږدي.
نوموړي د سياسي قدرت د خوندي لېږد لپاره پر شفافو ټاكنو ټينګار هم وكړ.
