تازه خبرونه

احمد ضیا مسعود: سیال ټیم په کابینه کې د سم نیمایي ونډې غوښتنه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټیم غړی احمدضیا مسعود وايي، ډاکتر عبدالله عبدالله په کابینه کې د سم نیمایي ونډې، د حکومت او اپوزیسیون د مشري غوښتنه لري.
احمد ضیا مسعود د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غواړي، چې د ټاکنو پایله اعلام او افغانانو ته موقع ورکړي، چې د دغه سیاسي بهیر د بریا جشن ونیسی.
د هغه په باور واک ته د رسېدو لپاره باید له زور او ټوپک کار وانخیستل شي.
احمد ضیا مسعود د عبدالله عبدالله له غوښتنو څخه پرده پورته کړه او زیاته یې کړه، چې سیال ټیم په کابینه کې د سم نیمایي ونډې غوښتنه لري.
دی همدارنګه وایي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دوی ته وړاندیز کړی، چې د ټاکنو پروسې ته شا او ګډ حکومت ور سره جوړ کړي.
خو ښاغلی مسعود باور لري، چې د دا ډول حکومتونو جوړېدل به په افغانستان کې کړکېچ زیات کړي.
احمدضیا مسعود زیاتوي، چې عبدالله عبدالله له اشرف غني احمدزي څخه د اجرائیه پست د اخیستو په پلمه دی هدف وګرځاوه.
ښاغلی مسعود زیاتوي، چې د کاندیدانو تر منځ شته کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شی، او هېڅ شخص او سیاسي ډلې ته د دې اجازه نه ورکول کېږي، چې تېرې لاسته راوړنې له منځه یوسي.
د اشرف غني احمدزي د پلویانو په باور افغانان نور د واک تر لاسه کولو له غوښتنو سره نه یو ځای کېږي او کوم کسان، چې نن سبا د پاڅون شعارونه ورکوي، د زور له لارې د واک د اخیستو په هڅه کې دي.

Trending

Exit mobile version