تازه خبرونه

اختر په راتلو سره د لومړنيو خوراکي او مېوو بيې لوړې شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل ښاریان په داسې حال کې کوچني اختر ته تیاری نیسي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو، وچې او لمدې مېوې بیې مخ په لوړېدو دي.

دوکانداران او سوداګر وايي چې د بیو د لوړېدو له کبله سږ کال د دوی  د کارو بار هم خوند نشته. دوی وايي چې په هېواد کې بې کاري او او فقر اختر ته د تیاریو په بهیر بده اغېزه کړې ده.

را روان  کوچني اختر ته تیاری سوړ غوندې ښکاري، د خوراکي توکو په بازارونو کې ګڼه ګوڼه نشته او ښاریان وايي چې د وچې مېوې او خوراکي توکو بیې هغه د چا خبره تر اسمانه لوړې شوي دي. په پلورنځيو کې د تېرو اخترونو په څېر ګڼه ګوڼه نشته. دوی یو کیلو بادام په زر افغانۍ ورکوي، نور اړین توکي او خواږه هم په همدې ډول دي.

دا بیې ښايي نورې هم لوړې شي. همداراز د سبزیو او تازه مېوو بیې هم به بیساري ډول لوړې شوې دي. خلک وايي چې د تازه میوې د اخیستو توان نه لري.

اخيستونکی: “د خوراکي توکو بيې دومره لوړې دي چې د ډېرو کسانو وس نه رسېږي چې اختر ته وچه مېوه واخلي.”

 غوښه هم تر پخوا قېمته شوې ده، خلک وايي چې سوداګر په  خوراکي توکو کې احتکار کوي.

يو بل اخيستونکی: “ډېری سوداګر همداسې ورځو ته څاروي او خوراکي توکي ساتي او بيا يې په دې ورځ راوباسي.”

که څه هم د سوداګرۍ خونې مسولینو خبر وکړی و چې د روژې میاشتې په لومړیو کې یې د بیو د کنټرول له پاره کمیسیون جوړ کړی، خو په بازار کې د دغه کمیسیون اغېز نه تر سترګو کېږي.

Trending

Exit mobile version