سیمه ییز خبرونه
اداري فساد به د افغانستان ټولې لاسته راوړنې په اوبو لاهو كړي
په افغانستان كې د اداري فساد د زياتوالي په اړه اندېښنې مخ پر زياتيدو دي. اروپايي ټولنې ويلي، چې اداري فساد له افغانستان سره د دغې ټولنې په مرستو اغېزه كولى شي.
د رڼښت نړيوال سازمان پخپل وروستي رپوټ كې افغانستان يو ځل بيا د هغو هېوادونو په سر كې شمېرلى، چې اداري فساد په كې زيات دى.
د رپوټ له خپريدو څو ورځې وروسته په كابل كې د اروپايي ټولنې استازو ويلي ول، چې اداري فساد له افغانستان سره د دوى مرستې زيانمولى شي.
په افغانستان كې د اروپايي ټولنې استازى فرانز ميشل ميلبن وايي:
اداري فساد هغه پرمختگونه له منځه وړلى شي، چې د جدي هڅو په ترڅ كې تر لاسه شوي دي. يو څه، چې مونږ يې هيله مند كړي يو هغه له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشرۍ د كانديدانو هوډ دى.
د افغانستان د رڼښت د څار ادارې رييس يما ترابي وايي:
اداري فساد نه يوازې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې گواښي، بلكې په كور د ننه هم د اندېښنې وړ گرزيدلى دى.
په داسې حال كې، چې نړيوالې ټولنې په دې وروستيو كې د نړيوالو كنفرانسونو په ترڅ كې له افغانستان سره خپلې مرستې له اداري فساد سره د جدي مبارزې سره تړلي ؛ خو داسې ښكاري، چې د اداري فساد د مخنيوي هڅې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.