تازه خبرونه

اداري فساد د امنیت او اقتصادي ثبات د ټینګښت په وړاندې لوی خنډ دی –سیما سمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسې د فساد او بشري حقونو تر سرلیک لاندې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې اداري فساد په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي ثبات د ټینګښت په وړاندې لوی خنډ دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر له فساد سره مبارزه کلکه سیاسي اراده غواړي.

هغې دا هم وویل، چې دروغ، ځانګړیو ګټو ته پاملرنه، د وړتیاوو نشتوالی او له قوانینو تېښته په هېواد کې د فساد ستر لاملونه دي.  

په کابل کې د دنمارک سفیر جکوپ برکس تانګي هم په نظام کې فساد ستره ننګونه بولي او وایي، له فساد سره مو د مبارزې ښوونیز پروګرامونه عملي کړی چې په دې برخه کې مثبت بدلون راشي. دغه ملاتړ نه یوازې د ظرفیت جوړولو په برخه و، بلکې له فساد سره د مبارزې د تګلارې د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره هم و.

د نوموړي په وینا؛ فساد د ټولو حقوقي سرغړونو عامل دی.

دغه راز د افغانستان لوی څارنوال د فساد په وړاندې له یوه ګټور پروګرامه خبر ورکړ او زیاتوي؛ مونږ نه غواړو، چې له خلکو سره بې عدالتي وشي. د هېواد عدلي او قضایي اداره ځان د یو لړ کارونو په تر سره کولو کې مسووله بولي؛ ځکه، چې اداري فساد ناوړه پایلې لرلی شي.

افغانستان له څو کلونو راهیسې د فاسدو هېوادونو په سر کې دی، د روڼتیا نړیوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې د فساد اصلي قربانیان خلک دي او هر کال شاوخوا درې میلیارد دالر بډې ورکوي.

Trending

Exit mobile version