تازه خبرونه

اداري اصلاحات دې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ولایتي کمیشنران وټاکي- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته امر کړی، چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د یو سل و دوه ولایتي کمیشنرانو د ټاکلو چارې پیل کړي؛ خو یاد کمیسیون د ولسمشر دا فرمان له قانون سره په ټکر کې بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په ترڅ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته ویلي، چې د ولایتي کمیشنرانو ګومارنه پیل کړي.

د ټاکنو د قانون په یو دېرشمه ماده کې راغلي، چې د نوماندانو له نوملیکنې یوه میاشت مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید ولایتي کمیشنران پر دندو وګوماري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غويي پر اووه ویشتمه ولسمشر ته د ولایتي کمیشنرانو نوملړ استولی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ دولس ورځې وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته امر کړی، چې د کمیشنرانو د ګومارنې چارې پیل کړي.

د کمیسیون اړوند د یو سل و دوه کمیشنرانو د ټاکلو موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریيس د هدایت پر اساس اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته واستول شوه. وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولسمشرۍ ته مکتوب استوي، چې ګواکي د کمیشنرانو ټاکل د اداري اصلاحاتو د کمیسیون دنده نده او دا کار له قانون پورته دی.

د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا رييس علي رضا روحاني وایي: د ولایتي کمیشنرانو وړاندیز د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون صلاحیت دی او د هغو د مقررۍ منظوري د ولسمشر صلاحیت دی؛ خو بلې ادارې پورې یې تړل قانوني اړخ نلري.

د ټاکنو په قانون کې د ولایتي کمیشنرانو په اړه په یودېرشمه ماده کې راغلي: کمیسیون درې غړي لري؛ دوه غړي یې د جنسیت له په پام کې نیولو سره یو نارینه او یوه ښځه د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي کمیسیون لخوا او یو غړی د دغه کمیسیون په وړاندیز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون لخوا د ولسمشر په منظورۍ ټاکل کیږي.

د ټاکنو قانون د کمیشنرانو په ټاکلو کې د اداري اصلاحاتو په اړه څه یادونه نه ده کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس فضل احمد معنوي وایي: په خواشینۍ، چې حکومت پرلپسې د دواړو کمیسیونونو په چارو کې لاسونه کوي. دې کار د خلکو او سیاسي ګوندونو اندېښنې راپارولي دي. ښکاره ده، چې حکومت د دواړو کمیسیونونو پر خپلواکو کړنو پوهیږي. که داسې وشي، حکومت به لاسته راوړنه ونلري.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رييس امام محمد وریماچ په ډاګه کړې، چې: د ټاکنو ټول شریکان نه یوازې ګډې ګټې او هڅې لري، بلکې زیارګالي، چې د ټاکنو بهیر پر خپلو ګټو راوڅرخوي.

ولسمشرۍ په دې اړه ویلي، چې د ولایتي کمیشنرانو استخدام د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون صلاحیت دی؛ خو د اصلاحاتو کمیسیون ته د دندې سپارلو غرض یوازې د حاکم پلي کول دي.  

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version