تازه خبرونه

ادریس زمان په بهرنیو چارو وزارت کې پر( قومي چاڼ) تورن شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی(سرپرست) ادریس زمان په وزارت کې د قومي چاڼ بهیر پیل کړی او د څو ریاستونو رییسان یې له دندو ګوښه کړي دي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د بهرنیو چارو وزارت په بد وضعیت کې دی او د دې وزارت  چارسمبالي پر قومې چاڼ لاس پوری کړی دی.

د ولسي جرګې ځینوغړيو ادعا کړې، چې د بهرنیو چارو د وزارت د مهمو څانګو رییسان له دندې ګوښه شوې؛ نو باید په دې وزارت کې د خپلسریو مخنیوی وشي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي حبیب الرحمان پدرام ویلي؛ همدې ته عمري عدالت وایي، چې د لاس لاندې کسان مو تعصبي کړنې ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ادریس زمان د (قومي تعصب) له مخې د ستراتیژیکو څېړنو او بشري سرچینو رییسان او یو شمېر نور کسان له دندې لیرې کړي دي.  

په دې اړه د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي؛ د بهرنیو چارو وزارت کارونو ته باید قومې بڼه ورنکړ شي.

دوی وايي، سرپرست وزیر د قانون له مخې عمل کوي او باید په وزارت کې قومي مسایلو ته لمن ونه وهل شي.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسیمه نیازۍ وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي کړنې قانوني بنسټ لري او قانو پلی کوي. هغه مهال، چې صلاح الدین رباني په کې خپله دنده څو کاله روانه وساتله او ولسي جرګې تر ې صلاحیت هم اخیستی و؛ په ناقانونه توګه یې کار روان کړی و.            

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ټینګار څرګند کړ، چې په دې تړاو د وضاحت لپاره باید بهرنیو چارو وزارت سرپرست غونډې ته راوغوښتل شي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی صلاح الدین رباني له ګوښه کیدو وروسته، حکومت د دغه وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د دغه وزارت د چارسمبالي په توګه وګماره؛ خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي وایي؛ په دې وزارت کې غیر قانونې پرېکړې کیږي، چې د حکومتداری او خلکو په زیان دي.

Trending

Exit mobile version