لوبی
ارجنتاین، مکسیکو ته پر ماته ورکولو په فوتبال نړیوال جام کې پاتې شو
تېره شپه په قطر ۲۰۲۲ فوتبال نړیوال جام سیالیو کې آرجانتین بریالی شو، چې ۲ ګوله ترسره او د مکسیکو د ګول وهلو مخه ونیسي.
د ارجنتاین لپاره مسي د لوبې په ۶۴ دقیقه کې لومړنی ګول د ډګر له ۲۵ مترۍ ووهي.
په دې لوبه کې دوه یم ګول انیزو فرناندیز، چې د بل لوبغاړي پر ځای یې لوبه کوله، د لوبې په ۸۷ دقیقه کې ترسره کړ.
ارجنتاین به د درې نمرو له لرلو سره وکولی شي، چې د چارشنبې پر ورځ په خپله وروستۍ لوبه کې د پولیند پر وړاندې څلورم امتیاز تر لاسه او په روانو لوبو کې خپل پرمختګ ډاډمن کړي.
د ارجنتاین لپاره د دې لوبې ګټل؛ ځکه اړینه وه، چې سعودي عربستان ترې لومړۍ لوبه پر ۲ ګولونو ګټلې وه. که د ارجنتاین لوبډلې دا لوبه بایللې وه؛ نو د قطر له روانو سیالیو وتله.
دا لوبډله په C ګروپ کې دوه یم ځای لري او وروستۍ لوبه یې د چارشنبې پر ورځ له پولیند سره ده. که دا لوبه وګټي د شپاړس لوبډلو پړاو ته به لار ومومي.
ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ جاپان – کوستاریکا، بلجیم – مراکش، کروشیا – کانادا او جرمني له اسپانیا لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
