لوبی

ارجنتاین کرواسي ته له درې پر صفر ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه

Published

on

د لیونل میسي پر مشرۍ ارجنتاین لوبډله د سې شنبې پر شپه د قطر په لوسایل لوبغالي کې کرواسي ته له درې پر صفر ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام پایلوبې ته لار ومندله.

د ارجنتاین دوه ګولونه پ لومړۍ نیمایي کې ترسره شول؛ میسي په ۳۴ دقیقه کې د پینالتي له ځایه ګول وکړ او یوازې پېنځه دقیقې وروسته یو بل ګول د جولیان آلوارز پر پښه ګول شو.

الوارز په ۶۹ دقیقه کې د کرواسي پر ګول د خپلې پښې توپ وردننه کړ، چې ورسره لوبه درې پر صفر د ارجنتاین پر ګټه پای ته ورسېده او کرواسي خپله ماته ومنله.

کرواسي د دوه یمې پرلپسې پایلوبې په لټه کې و؛ خو ماتې یې د هیلو انګار سوړ کړ.

ارجنتاین به اوس په پایلوبه کې یا له اوسنۍ اتلې فرانسې سره مخ کیږي او یا به له مراکش سره مخ شي.

د سې شنبې په نیمه پایلوبه کې میسي د نړیوال جام د ډېري لیدو ریکارد مات کړ او د فوتبال د ترټولو لوی تورنمنت لپاره یې د ارجنتاین لپاره ۲۵ لوبه هم بریالۍ ترسره کړه.

له دې مخکې د جرمني لوتار ماتئوس له دې ریکارده پوره برخمن و.

میسي، چې په خپل پېنځم او شوني وروستي نړیوال جام کې لوبیږي؛ که د یکشنبې پر ورځ یې په پایلوبه کې لوبه وکړه؛ نو د ریکارد ماتولو چانس به ولري.

د روان تورنمنت په بهیر کې میسي په قطر کې له یو شمېر نورو پړاوونو د عطف ټکو ته رسېدلی دی.

هغه د ارجنتاین له لوبغاړي دیاګو مارادونا څخه د نړیوال جام په ګروپي پړاو کې تر ټولو ډېر ګولونه وهلي او یو څلورم پړاو یې د هالیند پر وړاندې پر پینالتي له ګول وهلو سره یې د تورنمنت ۱۰ ګولونه پوره او له ګابریل بتیستوتا سره یوځای شو.

ارجنتاین په ۲۰۱۴ کال کې د برازیل پر کوربتوب د نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلی و، چې جرمني ته یې ماتې ورکړه.

Trending

Exit mobile version