نړۍ

اردوغان له ایران سره د امریکا د خبرو د بیا پیلولو غوښتنه وکړه  

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ اردوغان ټینګار کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په اړه باید له ډیپلوماسۍ څخه تر ټولو ډېره ګټه واخیستل شي او خبرې بیا پیل شي.

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې له هغه وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره له ایران سره خبرې روانې وساتي او څرګندوي، چې انقره د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ اردوغان ټینګار کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په اړه باید له ډیپلوماسۍ څخه تر ټولو ډېره ګټه واخیستل شي او خبرې بیا پیل شي.

ترکیه، چې د ناټو دوه‌یم لوی پوځ دی؛ له ایران سره ګډه پوله هم لري او پر ځلونو یې د جګړې د پای ته رسېدا غوښتنه کړې ده.

انقرې له امریکا، ایران او د پاکستان او قطر په څېر منځګړو هېوادونو سره نږدې اړیکې ساتلي او د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې هم کوي.

دا ټیلیفوني خبرې له هغې وروسته تر سره شوي، چې یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي؛ د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د خبرو هڅې پر ټپه درېدلې دي او ایران به خپل پوځي دریځ« بشپړ یرغلیز» کړي.

د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ د بیا پیل په اړه هڅې هم له خنډ سره مخ شوې دي.

ترکیې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه غندلي؛ خو پر خلیجي هېوادونو د ایران بریدونه یې هم وغندل او د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدا غوښتنه یې کړې ده.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ اردوغان او ټرمپ د دوه‌اړخیزو اړیکو، په غزه کې د جګړې او د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د لاسلیک شوي دفاعي تړون په اړه هم خبرې کړې دي.

اردوغان دغه تړون د سیمه‌ییز ثبات او امنیت لپاره د«پیاوړي دریځ» نښه بللې ده.

Trending

Exit mobile version