نړۍ

اردوغان له روسيې سره د منځګړيتوب لپاره اوکراين ته سفر کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۴, ۱۴۰۰)

ولسمشر طیب اردوغان د پنجشنبې پر ورځ کیف ته د سفر پر مهال غوښتي، چې له روسیې سره د روان کړکېڅ او پوځي ناندرو د کمولو لپاره نه یوازې منځګړیتوب وکړي، بلکې پدې اړه له خپل سیال ولادمیر زیلینسکي سره هم وګوري.

ټاکل شوېد ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د پنجشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې ترکیه له روسیې سره د کړکیچ د کمولو لپاره خپل منځګړیتوب په ډاګه کړي؛ غواړي له خپل سیال ولادمیر زلینسکي سره وګوري. په داسې حال کې، چې د یوه چارواکي ویلي، چې هغه په دې کړکېچ کې هیڅ اړخ نه غوره کوي.

د ترکیې دې چارواکي رویټرز ته ویلي؛ انقره تمه لري، چې د کیف له غونډې وروسته د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي. دواړو هېوادونو د چارشنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې دوی به د آزادې سوداګرۍ په ګډون یو لړ تړونونه هم لاسلیک کړي.

روسیې پر اوکراین د برید هر ډول پلان رد کړی؛ خو لویدیځو هېوادونو د دې هېواد پولې ته څېرمه د روسیې د ۱۰۰۰۰۰ پوځیانو د ځای پر ځای کولو په اړه اندېښنه ښودلې او روسیې هم له لویدیځو هېوادونو څخه د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې ده.

د اردوغان دا سفر کیف ته د ناټو غړیو هېوادونو د هر یوه بریټانیې، پولنډ او هالنډ د مشرانو له لیدنې وروسته د روان کړکېچ پر مهال رامنځته کېږي. ترکیه له کیف او مسکو سره ښې اړیکې لري؛ خو څرګندوي، که پر کیف روسیه برید وکړي د ناټو د غړي په توګه به هغه څه ترسره شي، چې ورته اړتیا لیدل کیږي.

انقرې په نومبر کې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره دا وړاندیز کړی و او تېره میاشت د ترکیې ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي، چې روسیه او اوکراین دواړه له دې انده ملاتړ کوي.

یوه بل ترکي چارواکي، چې د نوم له نه ښودلو ډډه کړې وایي؛ اردوغان به له دواړو لوریو وغواړي، چې له زغمه کار واخلي.

دې سرچینې زیاته کړې، چې انقره غواړي له دواړو “ډېرو مهمو” هېوادونو سره خپله همکاري روانه وساتي.

دغه چارواکي دا هم ویلي؛ د ترکیې دریځ دا ندی، چې یو اړخ غوره کړي او یا په کړکېچ کې د یوه هېواد پر وړاندې ودرېږي. د اردوغان له سفر او منځګړیتوب هیله داده، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.

تور سمندرګی ترکیه له اوکراین او روسیې سره نږدې کوي.

اردوغان ویلي، چې په سیمه کې به شخړه د منلو وړ نه وي او روسیې ته یې خبرداری ورکړی، چې برید به یې ناسم کار وي. دا په داسې حال کې ده، چې له روسیې سره د دفاع او انرژۍ په برخه کې همکاري لري؛ خو په سوریه او لیبیا کې یې د مسکو له تګلارو سره مخالفت کړی او همدا راز یې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپو وزمې د الحاق په برخه کې پر اوکراین پرمختللې بې پیلوټه الوتکې هم، چې د روسیې غصه یې راپارولې هم ده.

د یادونې ده، چې د اوکراین صدراعظم د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې اوکراین او ترکیه به په کییف کې د خبرو پر مهال د آزادې سوداګرۍ د تړون په ګډون لس نور تړونونه هم لاسلیک کړي.

Trending

Exit mobile version