سیمه ییز خبرونه
اردوغان په زلزله ځپلیو سیمو کې ۳ میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې، چې د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۷) یې د ترکیې جنوب ختیځې او د سوریې شمال لویدیځې برخې ویجاړې او پر زرونو خلک مړه کړل؛ ۳ میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ.
د راپورونو له مخې؛ اردوغان په یوه تلویزیوني وینا کې څرګنده کړې: نن مونږ په زلزله ځپلیو سیمو کې درې میاشتنی بېړنی حالت اعلانوو.
اردوغان دا هم ویلي؛ ۷۰ هېوادونو د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې وړاندیز کړی او په پام کې لري، چې په لویدیځ کې د انتالیا په سیاحتي مرکز کې هوتلونه پرانیزي او په لنډمهاله توګه زلزله ځپلیو ته په کې ځای ورکړي.
اردوغان څرګنده كړې، چې په تركيه كې د زلزلې د قربانيانو شمېر ۳۵۴۹ کسانو ته رسېدلى او د تركيې څو ولايتونه زلزلې لړزولي، چې په کې شاوخوا ۱۳ ميليون وګړي ژوند كوي.
د سپوتنیک د څرګندونو له مخې؛ اردوغان د زلزلې د اغېزو د درملنې لپاره ۱۰۰ میلیارد ترکي لیرې( نږدې ۵ اعشاریه ۳ میلیارد دالر) هم ځانګړي کړي دي.
