تازه خبرونه

ارزګان: له سيمه ييزو کلابندو پوليسو سره اړيکه پرې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ارزګان ولايت چارواكي وايي په خاص ارزګان كې يې له اتيا کلابندوسيمه ييزو پوليسو سره اړيكه پرې شوې ده.

د ارزګان ولايت وياند دوست محمد ناياب وايي چې دا سيمه ييز پوليس له تيرو پنځو ورځو را په دې خوا د خاص ارزګان ولسوالۍ په سلطان ناوه كې كلابند دي.

هغه وايي په دې جګړه كې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د والي وياند وايي د ځمكې له لارې دې سيمې ته د مرستې رسول ناشوني دي او د كورنيو او دفاع له وزارتونو ورسره ژمنه كړې وه چې د دې سيمه ييزو پوليسو په ژغورلو كې به اقدام كوي خو تر اوسه يې څه نه دي كړي.

Trending

Exit mobile version