تازه خبرونه
ارغندیوال: د ملي یووالي په حکومت کې باید د تذکیې کمېټه رامنځته شي
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي، د ملي یووالي په حکومت کې باید د تذکیې کمېټه رامنځته شي.
هغه همداراز وایي، راتلونکی دولت ددې کمېټې په مټ باید په دولت کې د فاسدو اشخاصو د شاملېدو مخه ونیسي.
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوالد نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې د یوه داسې کمیسیون د را منځته کېدو وړاندیز کړی، چې د ده په خبره په دولت کې د فاسدو کسانو د ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي.
ښاغلی ارغندیوال همدا راز وایي چې، په هېواد کې کافي اقتصادي او سیاسي ظرفیتونه شته، چې اړینه ده راتلونکی حکومت د یو سالم او سم مدیریت په رامنځته کولو سره ترې د ګټې اخیستو زمینه برابره کړي.
اداري فساد د نشه یي توکو او ناامنیو تر څنګ د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې یوه بله ستره ننګونه وه.
د روڼ تیا د نړیوال سازمان په وېنا، افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې دی. وبه لیدل شي، چې نوی حکومت به د دغې پدېدې د کابو کولو یا کنټرول لپاره څه پروګرامونه ولري.