تازه خبرونه
ارغندیوال له مالیې وزارته ګوښه شو
ولسمشرۍ ماڼۍ څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني عبدالهادي ارغندیوال له مالیې وزارته ګوښه کړی او محمد خالد پاینده یې د سرپرست رییس په توګه ټاکلی دی.
د چارو ادارې په ډاګه کړې؛ د مالیې وزیر ارغندیوال د عوایدو په راټولولو کې د ځنډ، په مالیې وزارت کې له څېړنیز ګډ بورډ سره د همکارۍ د نشتوالي او ورسره د خنډ، مدیریتي کمزوري، د ښې حکومتدارۍ ارزښتونو نه ژمنتیا، د اساسي قانون له ۷۷ مادې سرغړول او د ولسمشر فرمانونو ته د سپکاوي له کبله د وزارت له ندې ګوښنه کړای شوی دی.
ارغندیوال د ولسمشرۍ د وروستي ټاکنیز کمپاین پرمهال د ولسمشر غني یو له انډیوالانو څخه و او د روان کال د وري په میاشت کې د مالیې وزارت سرپرست وټاکل شو، چې بیا وروسته د مالیې د وزیر په توګه یې د ولسي جرګې باور تر لاسه کړ.
هغه تر دې دمخه د اقتصاد وزیر په توګه دنده ترسره کړې.
تر دې دمه د مالیې وزارت پدې اړه څه ندي ویلي.
