پرمختګ او بشپړتیا
ارغندیوال: په راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي
د افغانستان د اقتصاد وزارت د هېواد د پرمختیا پنځه کلنه تګلاره مرستندویانو ته وړاندې کړه. د اقتصاد وزیر وايي، که په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان د کانونو استخراج په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان له اقتصادي پلوه په ځان بسیاینې ته رسېدای شي.
د افغانستان د پرمختیا تګلاره په ۱۳۸۷ کې افغان دولت تصویب کړه او په همدې کال یې د پاریس په کنفراس کې وړاندې کړه.
دغه تګلاره په دریو برخو، امنیت، حکومتدارۍ او د قانون په حاکمیت را ټوله ده. د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، ستونزو او فرصتونو ته په کتو د افغانستان د پرمختیا ملي تګلاره شپږ شپېته په سلو کې عملي شوې ده.
د اقتصاد وزیر همدارنګه وايي، پنځه کاله مخکې د افغانستان ۴۲ په سلو کې وګړي په بشپړ فقر کې ژوند کاوه خو اوس دغه فیصدي ۳۶ ته را لوېدلې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دغه رپوټ د قناعت وړ بولي او زیاتوي، چې دا ډول هڅې د افغانستان او مرستندویانو اړیکې لا پسې ټينګولی شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارک بادون وایي: دا رپوټ ډېر مهم دی. په دغه رپوټ کې تر لاسه شوي پرمختګونه او هغه مرستې، چې له افغانستان سره شوي، را نغښتي دي.
د افغانستان د پرمختیا د ملي تګلارې د عملي کېدو څارنه د افغانستان د بهرنیو چارو، اقتصاد، عدلیې، پوهنې، سوداګرۍ وزارتونه پر غاړه لري، چې ریاست یې په اقتصادي چارو کې د افغان ولسمشر لوی سلاکار په غاړه لري.