روغتيا
اروپايي اتحادیې د بېزوګي تڼاکې د ۱۱۰ زره خوراکه واکسینو د پیرودلو هوکړه کړې
(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۱)
د اروپایي ټولنې د روغتیا کمیسیون مشرې ستیلا کریاکیدز ویلي؛ دا واکسین اروپایي اتحادیې پېرلي او د نفوس په تناسب به د اروپایي هېوادونو ترمنځ ووېشل شي؛ خو لومړیتوب د هغو هېوادونو دی، چې ورته بېړنۍ اړتیا لري.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي ټولنې د روغتیا کمیسیون زیاته کړې، چې د بېزوګي تڼاکې یا چیچک شاوخوا ۹۰۰ پېښې د اروپايي ټولنې په ۱۹ هېوادونو او همدارنګه په ناروې او آیسلینډ کې ثبت شوې دي.
د باویریانوردیک واکسین، چې اروپایان یې ایموانکس Imwanax او امریکایان یې جینئوس Gineus یادوي؛ په امریکا کې د بېزوګي تڼاکې لپاره منل شوی دی؛ خو د اروپا د درملو ادارې لخوا لا تر اوسه منل شوی ندی.
د اروپايي اتحادیې ځینو هېوادونو لکه آلمان او اسپانیه پخپله په دې اړه سپارښتنې تر لاسه کړې دي.