سیمه ییز خبرونه

اروپايي ټولنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړ ګراف پر شتون اندېښنه ښیي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اروپايي ټولنه وايي، لا هم افغان ټولنه كې د بې عدالتيو بېلابېل ډولونه د دې سبب شوي، چې ښځې له ستونزو سره مخامخ شي. دا ټولنه له ښځو څخه پر ناوړه استفادې او د دې قشر پر وړاندې د تاوتريخوالي د لوړ ګراف پر شتون اندېښنه ښيي او يادونه كوي، چې لا هم دا هېواد په نړۍ كې له خطرناكو سيمو څخه ده.

دولس كاله تېر شول، خو لا هم لكه د تېر په څېر د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې غږ اوچت دى.

وژنې، ځان سوځونې، او د تاوتريخوالي له كبله ځان وژنې، وهل ټكول او جبري ودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عمده موارد دي، چې تل د مدني ټولنو له خوا پرې اندېښنې ښودل شوي.

ايميلي وينتربوتام د اروپايي ټولنې د همغږي د پلاوي سلاكاره وايي، لا هم په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې د ښځو پياوړتيا يواځې زمونږ اخلاقي دنده نه ده، بلكې د افغانستان د ثبات لپاره يوه حل لار ده. له اقتصادي ودې څخه د اختلافونو تر كموالي او ترهګري پورې، هرڅوك كولاى شي، په ټولنه كې د ښځو د رول د پياوړتيا له امتياز څخه هراړخيزه ګټه پورته كړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير هم له ګارډين سره مركه كې ويلي، چې په افغانستان كې د ښځو پر روان وضعيت خوښ نه دى.

نوموړي ويلي، افغان حكومت تر اوسه د ښځو د حقونو د تامين لپاره هڅې نه دي كړي، او دې برخه كې كومه پياوړې تګلاره هم نه لري.

په همدې حال كې دفني لادر د اروپايي ټولنې د قانون د حاكميت د څانګې مشره د قانون تطبيق د افغان ښځو د ستونزو د حل لار بولي.

هغه زیاتوي، چې د قانون د حاكميت تطبيق په اغېزمن ډول هغه مهال شونى دى، چې ښځې په خپله په حقوقي بنسټونو كې په لوړو دولتي پسټونو كې فعالې وي.

له دې سره په يوه وخت په افغانستان كې د ښځو د حقونو ځينې فعالانې هم د ښځو حالت داسې بيانوي.

د شمېرو له مخې، په روان كال كې د افغانستان په ۲۲ ولايتونو كې د تاوتريخوالي ۴۵۰۰ پېښې ثبت شوي، خو دا، چې په دې كال كې څومره ښځې له تاوتريخوالي سره مخ وې، او نه دي توانېدلي چې له خپلو حقونو دفاع وكړي، لا نه ده معلومه.

Trending

Exit mobile version