تازه خبرونه

اروپايي ټولنه د کلتوري میراثونو په ساتنه کې له افغانستان سره همکاري کوي

په دې ناسته کې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړه بحث وشو.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې وزارت چارسمبالي خیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې میرمن بوسکوویچ پوهار ویرانکا او د دوی له ملګري پلاوي سره په کابل کې وکتل.

په دې ناسته کې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړه بحث وشو.

خیرالله خیرخواه ویلي، چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو مسوولیت ندی، بلکې د نړۍ مسوولیت هم دی، چې په دې برخه کې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.

په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې نوې شارژدافیرې د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

افغانستان ګڼ کلتوري میراثونه لري، چې ډېر یې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري بنسټ (یونسکو) سره ثبت شوي دي.

Trending

Exit mobile version