روغتيا

اروپايي ټولنه له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې ۱۶ میلیون یورو مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۱)

اروپایي ټولنه د رواني روغتیا د درملنې او مخدره توکو له کارولو څخه د رامنځته شویو اختلالاتو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې ۱۶ میلیون یورو یا  ۱۷ میلیون دالر لګوي.

دغه بنسټ د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۳ ) په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې؛ دغه مرسته د رواني روغتیا د ښه والي په برخه کې شوې او هغه کسان، چې د نشه يي توکو د کارولو له کبله له رواني ستونزو سره مخ دي، ورسره مرسته کېږي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې څرګنده کړې؛ اروپايي ټولنه ژمنه ده، چې په افغانستان کې د ټولګډونه او باثباته روغتیایي سیستم د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي.

د نشه يي توکو کارول او له دې کبله رامنځته شوې پراخې ټولنيزې او روغتيايي ستونزې په افغانستان کې د تېرو کلونو پر پرتله يوه له جدي ننګونو څخه ده، چې د ټولنې د ډېرو محرومو طبقو پر ژوند يې منفي اغېز کړى دى. په دې پایلو کې مرګ، بېکاري، جنسي تېري، جرم او تاوتریخوالی شامل دي.

اروپایي ټولنې ویلي، چې د روغتیا نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د مخدره توکو د کارونې اختلالاتو او رواني ملاتړ لپاره خپل خدمات ډېر کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي داکتر لو دپینګ ویلي، د نشه یي توکو د کارول او اختلالات باید د جنایي چلندونو پر ځای د روغتیايي ستونزو په توګه وګڼل شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د اروپايي اتحادیې تمویل مونږ ته دا وس راکوي، چې د مخدره توکو د درملنې اغېزمن او مدغم پروګرام چمتو کړو، چې د زیان منونکیو خلکو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي هوساینې تمرکز کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفارت چارسمبالي رافیل لیدیک هم په افغانستان کې د ښځو، نجونو، مذهبي لږکیو، داخلي بې ځایه شویو او کډوالو په ګډون له ډېرو زیانمنو شویو خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د اروپايي ټولنې مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو یا نادولتي بنسټونو له لارې اسانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې پر نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او له درملنې وروسته یې کورونو ته رخصت کړي دي.

Trending

Exit mobile version